د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین ډرون الوتکې لري. اوس به څه کېږي؟


د فارن افيرز نومې مجلې په ليکنه کې راغلي، د ډرون بريدونو ټيکنالوجي، چې په يوه لرې ځای کې د يو چا د وژلو د عمده وسيلې په توګه ياديږي، که يو جمهوري هېواد يې له ځينو محدوديتونو سره هم وکاروي، عام خلک خپه کوي.


د ليکنې له مخې، د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د بې پيلوټه جنګي الوتکو دغه ټيکنالوجي ښايي د زورواکه حکومتونو لاسو ته ورشي او هغوئ يې په کارولو که له کوم احتياطه کار وا نخلي.

هغه څوک چې په دغه اړه اندېښمن دي، د چين لخوا د ډرون جنګي الوتکو جوړولو ظرفيت ته ګوته نيسي.

په تېره مارچ مياشت کې د داسې راپورونو له خپرېدو وروسته چې چين غواړي په برما کې د مخدره موادو يو قاچاقونکی په ډرون بريد سره په نښه کړي، په نړيوالو رسنيو کې وليکل شول چې نن د برما وار دی او سبا ته کېدای شي د آسيا او يا هم تر هغې آخوا بله کومه سيمه په نښه شي.

په ليکنه کې وړاندې ويل شوي، هغه وخت تېر شو چې د چين يا بل کوم زورواکه هېواد لخوا د ډرون ټيکنالوجۍ د تر لاسه کولو په هکله اندېښنې څرګندېدې. دوئ د ډرون الوتکو جوړولو صلاحيت لري. پوښتنه اوس دا ده چې خپل دغه قوت به کله او څنګه کاروي.

ليکنه کاږي، چين له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې په خپل ډرون پروګرام کار پيل کړی دی. په ليکنه کې پر ډرون ټيکنالوجۍ د يوه څېړونکي ايان ايسټن له قوله ويل شوي چې د چين هوايي ځواک د تېر ۲۰۱۱ م کال پورې ۲۸۰ ډرون جنګي الوتکې لرلې.

د مجلې د ليکنې له مخې، په داسې حال کې چې د چين له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره سرحدي شخړې زياتې شوي، امکان ليدل کيږي چې دغه هېواد يې پر ضد ډرون بريدونه وکړي.

مقاله د چينايي پوځ د يوه متقاعد جرنيل په حواله وايي چې چين وار د مخه خپلې ډرون الوتکې د جاپان د يوې جزيرې او د شمالي کوريا پر پوله د ځينو حساسو سيمو د تصويرونو اخيستو له پاره کارول پيل کړي دي.

مقاله زياتوي چې چين البته له يوه هېواد سره د پوځي شخړو پر مهال د ډرون بريدونو کولو له پاره د ملګرو ملتونو د يوه قرارداد په څېر يوې باوري نړيوالې اجازت نامې ته اړتيا لري.

په مقاله کې د چين په ځينو سرحدي سيمو کې د کېدونکيو حکومت مخالفه احتجاجي مظاهرو موضوع هم راخيستل شوې چې وايي، حکومت به يې د له مينځه وړلو له پاره ممکن له ډرون الوتکو څخه کار واخلي.

په ليکنه کې ويل شوي، د چين حکمرانانو ته، پر ځای د دې چې د بهرنۍ نړۍ فشار ته پام وکړي، کورنی ثبات ټينګول ډېر مهم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG