د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر اېجنسۍ کې په سلګونه کیلو بارود نیول شوي


د قبايلي سيمې خيبر پوليټکل چارواکو د خالي پر ورځ ۱۷۵۰ کلوګرامه بارودي مواد نيولي او په لړ کې يې درې کسان نيولي دي.

د جمرود پولیټیکل تحصیلدار عصمت الله وزیر د خالي پر ورځ مشال راډیو ته ویلي، تېر ماښام د خیبر درې په لاره په بګیاړی چیک پوسته خاصه دارو ځواک د لټون په وخت له یوه پک اپ ګاډي ۱۷۵۰ کېلو چوونکي مواد په خپله ولکه کې اخیستي دي او له دې سره یې درې کسان هم نیولي دي.

د ده په وينا دغه بارود له جمروده د لواړګي (لنډي کوتل) په طرف وړل کېدل.

یاده دې وی چې په تېرو وختونو کې هم په جمرود او لنډي کوتل کې په یو شمېر بمي چاودنو کې داسې مواد استعمال شوي دي او په لسګونه خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG