د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا اسمبلۍ لومړۍ غونډه پر ۲۹مه مې کېږي


د خیبر پښتونخوا ګورنر شوکت الله د صوبايي اسمبلۍ لومړۍ غونډه د روانې میاشت پر ۲۹ مه نېټه بللې ده.

په غونډه کې به د اسمبلۍ نوي منتخب شوي غړي سوګند کوي.
د اسمبلۍ سپیکر کرامت الله خان به نویو غړو ته قسم ورکوي او بیا به د پښتونخوا اسمبلۍ له پاره نوی سپیکر او مرستیال سپیکر منتخبېږي.

د مې د ۱۱مې په انتخاباتو کې د صوبايي اسمبلۍ پر عمومي څوکیو ۹۹ غړي وټاکل شول.

د قانون تر مخې، ۲۲ څوکۍ ښځو او درې لږکیو ته ورکړل شوې دي. دا ځانګړې څوکۍ دي.

د نتیجو تر مخې په پښتونخوا کې تر ټولو زیاتې څوکۍ پاکستان تحریک انصاف تر لاسه کړې دي چې له جماعت اسلامي او قومي وطن ګوند سره به شریک حکومت جوړوي.
XS
SM
MD
LG