د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور په متنو کې شپږ پولیسان وژل شوي دي


د پېښور په متنو سيمه کې لږ تر لږه شپږ پوليس د وسلوالو لخوا په ډزو کې وژل شوي دي.
د پاکستاني چارواکو له مخې تيره شپه د کوهاټ د پوليسو ضلعې افسر دلاور بنګش له پيښوره کوهاټ ته روان وو چې په متنو سيمه کې پری وسلوالو ډزی وکړی.
په پيښه کې د ياد پوليس افسر په ګډون يو شمير پوليس اهلکار ژوبل شوي هم دي.
له دی وړاندی هم په ياده سيمو کې په پوليسو او امنيتي اهلکارو دا قسمه بريدونه شوي دي.
همداراز پرون د جمعې په ورځ په پيښور کې په يوه ځانمرګي بريد کې دری کسان وژل شوي وو او يوشمېر ژول شوي وو. د واړو پيښو پړه تر دی دمه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG