د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر ۴۱مې حلقې بیا ټاکنې د جون شپږمه نېټه کېږي


د پاکستان د قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ چارواکي وايي، د دې سیمې د شپږ څلوېښتمې انتخاباتي حلقې پر ۲۱ پولېنګ سټېشنو به د راتلونکې میاشتې پر پینځمه نېټه بیا انتخابات کېږي.


دا خبره د خیبر ایډیشنل پولیټیکل ایجنټ عطالرحمان اورکزي د زیارت پر ورځ مشال رېډیو ته وکړه.
یاده دې وي، چې د روانې میاشتې پر ۱۱مه نېټه د رایې اچونې په دې مرکزونو کې د ووټونو عمل هغه وخت درېدلی وو چې په ووټر لېسټونو کې د تېروتنو په مسله بد نظمي شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG