د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو چارواکي د بغلان ځانمرګی برید وغانده


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو قومندان جنرال جوزیف ډانفورډ د دې هیواد په بغلان ولایت کې د دوشنبې پر ورځ ځانمرګی برید غندلی دی.


د ایساف د یوې خبر پاڼې له مخې جنرال جوزیف ډانفورډ ویلي چې دوی د افغانستان د خلکو او د دې هیواد د مشرتابه ترڅنګ ولاړ دي او دا برید په کلکه غندي .

د رپوټونو له مخې د بغلان د ولایتي شورا د ودانۍ مخې ته په یو ځانمرګي برید کې د ولایتي شورا د مشر رسول خان محسني په ګډون څوارلس کسان ووژل شو .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG