د پاکستان ممکنه وزیراعظم نواز شریف د حکومت پر ضد په جګړه له بوختو سخت دریځي طالبانو سره د خبرو اترو ږغ کړی دی.
د دوشنبې په ورځ په یوه وینا کې نواز شریف وویل چې د طالبانو له خوا د خبرو اترو وړاندیز باید جدي واخیستل شي.
نواز شریف له وسله والو طالبانو سره د مزاکراتو خبره وړاندې هم کړېده خو دا دې ته لومړۍ اشاره ده چې ښايي نوموړی یې د خپل حکومت د تګلارې په توګه خپله کړي.
د روان کال په فروري کې وسله والو طالبانو پر نواز شریف ږغ وکړ چې د هغه وخت له حکومت سره دي په خبرو اترو کې د دوی زمه وار شي.
له ( دوه زره دریم ) کاله راهسې په پاکستان کې د طالبانو په بریدونو او د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې په زرګونه عام خلک وژل شوي دي.