د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د ولسمشرۍ د اومېداوارنو لیست خپروي



تمه کېږي چې په ایران کې د انتخاباتو څارونکي به د هغو اومېدوارانو د نومونو لسټ خپور کړي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د درېدو اجازه ورکړل شوېده.


چې کله د نومونو دا لسټ ولس ته وړاندې کړل شي نو به اومېدواران د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره خپلې هلي ځلي پیل کړي چې د جون پر څوارلسمه نېټه تر سره کېږي.

د ایران د شورا نګهبان یو ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، داسې اومېدوارانو ته به په دې انتخایاتو کې د درېدو اجازه ورنه کړل شي چې په جسماني توګه کمزوري وي.

د ځینو کتونکو په وینا ، د دې پرېکړې هدف د پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني ممکنه نااهله کول دي چې عمر یې ( اته اویا ) کاله دی.

ځینو مخالفینو ویلي چې رفسنجاني داسې کس دی چې د سخت دریځو پر ضد یو چېلنج رامنځ ته کولای شي خو د بیا ولسمشر کېدو لپاره د هغه عمر دېر زیات دی.

شورا نګهبان له وړاندې لا ویلي چې مېرمنې د راتلونکي ولسمشر په توګه ځان نه شي کاندیدولای کوم چې به د دوه ځله ولسمشر پاتې شوي محمود احمدي نژاد ځای ونیسي.
XS
SM
MD
LG