د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې دحکومت جوړونې هڅې روانې دي


د يولسمي مې د پارليماني ټاکنو نه پس په خيبر بښتونخوا کې د اکثريتی ګوند پاکستان تحريک انصاف، جماعت اسلامي ، قامي وطن ګوند او عوامي جمهوري اتحاد تر مينځه د حکومت سازي په اړه موافقه شوې ده.


پرون د چهارشنبې په ورځ د جماعت اسلامی د اطلاعاتو صوبایي سيکتر اسرار الله ايډوکيټ ددې موافقې په اړه مشال راډیو ته وويل، چې ددې موافقه اعلان باید په رسمي توګه تيره شپه د څلورو واړو ګوندونو د مشرانو له خوا په یو ګډ خبري کانفرانس کې شوې وای خو په پیښور کې د مشال راډیو د خبريال په وینا دغه خبري غونډه د ځینو اختلافاتو له امله بيا وځنډول شوه.

د ۱۱ مئي په ټاکنو کې تحريک انصاف د خيبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ ۳۵ ، جماعت اسلامي او قامي وطن ګوند اووه اووه ، او عوامي جمهوري اتحاد درې څوکۍ ګټلي دي ،

بلخوا د مشال راډیو د خبريال په وينا پرون په پیښور کې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان يوي خبرې غونډي ته د وينا پر مهال ويلي دي چې د دوی ګوند د يولمسي مئي په ټاکنو تحريک انصاف ګوند ته حاصل مينديټ نه مني او ددې پر ضد به مظاهري کوي .
XS
SM
MD
LG