د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ:وسله والو مشر عبدالو حید خان په ډزو وژلی



د کراچۍ پولیس وایي د ګل په ورځ د قصبه کالونۍ په سیمه کې نامالومه وسله والو د یوې غیر سرکاري ادارې مشر عبدالوحید خان په ډزو وژلی دی .

نوموړی په کراچۍ کې د برایټ ایجوکیشن فاونډیشن په نوم د یوې این جي او مشر و.

د یادې ادارې یو چارواکي باچا حسین بیګا مشال راډیو ته وویل عبدالوحید خان په سېمه کې د پولیو د څاڅکو ورکولو ریسورس سینټراو د مفت تعلیم د ځینو ادارو د چلولو پروژې پرمخ بیولی.

باچا حسین زیاته کړه عبدالوحید خان تیر ماښام د خپل سکول مخې ته ناست و، چې وسله والو د هغه په سکول د لاسي بم حمله وکړه او بیا یې په هغه ډزې وکړې چې په کې نوموړی وژل شوې او د هغه ماشومه لور او ورور ژوبل شوی دي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG