د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې ځانمرګی برید شوی دی


په کوټه کې د یو ځان مرګې برید په نتیجه کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوې او اته شپیته ژوبل دي .
د بلوچستان د پولیسو مشر مشتاق سکیرا تر مخه دا چاودنه بیګاه د کوټې په زرغون سړک د هغه کور سره نزدي شوې.
چاودنه په داسی حال کې شوې چې د کوټي پریس کلب مخي ته د بلوچستان نیشنل ګوند مینګل ډلې لاریون روان وو.تر چاودنې ورسته که یو پلو د پیښی په ځایې کې پولیسو او ملیشه ځواکونو ډزي پیل کړې نو بل پلو د مینګل ډلې په لاریون کې هم د دوې کارکونانو ډزي وکړي چې فکریې لرلو ، دا برید د دوي په لاریون شوې.تر اوسه د دي برید زمه واري چا پر غاړه نده اخستي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG