د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان انتخابات: د ووټونو شمېرلو عمل پیل

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه روانه ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه.

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه پای ته رسېدلې ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه چې بې له وقفې به د مازیګر تر شپږو بجو روانه وه.

تر دې وروسته د ووټونو د شمېرلو عمل پیل شوی دی.


د پاکستان انتخاباتو په ترځ کې په ټول هیواد کې سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي ول.

د پاکستان تحریک طالبان د انتخاباتي عمل په نښه کولو ګواښ کړی وو.

17:47 11.5.2013
په صوابۍ کې ښځې هم نن په ګڼ شمېر کې راوتلې وې او په انتخاباتو کې یې برخه واخیسته.

دې ښځو نن د خپلې خوښې نوماندانو ته رایه ورکړه.

په دوی کې ځینو له مشال راډیو سره خبرې کړې دي. د دوی خبرې لاندې اورېدای شئ.

17:34 11.5.2013
په پاکستان کې لا هم په ډېرو ځایونو کې د رایې اچولو عمل روان دی.

د دې هیواد ځینې ټیلي ویژن چینلونو د نتیجو اعلان کول هم پیل کړي دي، خو د مشال راډیو له مالوماتو سره سم، لا په یو ځای کې هم د ووټونو شمېر پوره شوی نه دی او نه هم نتیجې راغلې دي.
17:03 11.5.2013

تازه خبر: د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ووټ اچولو وخت غځولی دی.


په پاکستان کې تر پینڅو بجو پورې انتخابات روان ول، خو الېکشن کمېشن اوس اعلان وکړ چې د ووټ اچولو عمل به تر شپږو بجو پورې وغځوي ځکه چې په مختلفو ځایونو کې ډېر کسان لا هم په کتار کې ولاړ دي.
16:51 11.5.2013

تازه خبر: د شمالي وزیرستان خلک وايي، ټول امېدواران یوازې هغه کسان ووټ ورکولو ته پرېږدي چې دوی ته رایه ورکوي.


دا امېدواران خلک په زور له رایې ورکولو ګرځوي. ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل، نوماندان د ټوپک په زور په خپلو خپلو سیمو کې پر خلکو فشار راولي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG