د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان انتخابات: د ووټونو شمېرلو عمل پیل

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه روانه ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه.

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه پای ته رسېدلې ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه چې بې له وقفې به د مازیګر تر شپږو بجو روانه وه.

تر دې وروسته د ووټونو د شمېرلو عمل پیل شوی دی.


د پاکستان انتخاباتو په ترځ کې په ټول هیواد کې سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي ول.

د پاکستان تحریک طالبان د انتخاباتي عمل په نښه کولو ګواښ کړی وو.

۱۹:۳۲ ۱۱.۵.۲۰۱۳
په میرام شا (شمالي وزیرستان) کې خلک د ووټ اچولو له پاره په کتار کې ولاړ دي.
په میرام شا (شمالي وزیرستان) کې خلک د ووټ اچولو له پاره په کتار کې ولاړ دي.
۱۹:۲۸ ۱۱.۵.۲۰۱۳
په میرام شا (شمالي وزیرستان) کې خلک ووټ اچولو ته ورغونډ شوي دي
په میرام شا (شمالي وزیرستان) کې خلک ووټ اچولو ته ورغونډ شوي دي
۱۸:۰۵ ۱۱.۵.۲۰۱۳

تازه خبر: د پاکستان انتخاباتي کمېشن سېکرټر اشتیاق احمد ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې په سوله ییزه توګه د ووټونو اچولو عمل شوی دی.


خبري غونډې ته د وینا پر وخت احمد وویل، نن دوی د خیبر پښتونخوا، قبایلي سیمو او بلوچستان د حالاتو په اړه اندېښمن ول خو د ((خوشالۍ خبره ده چې په ټول هیواد کې د ووټونو اچولو عمل په سوله ییزه توګه پای ته رسېدلی دی.))

اشتیاق احمد وویل، د خیبر پښتونخوا په ځینو ځایونو کې خو ۶۰ یا ۶۱ فیصده خلکو رایه ورکړه چې دا ((ډېر خوښوونکی کار)) دی.
۱۷:۵۲ ۱۱.۵.۲۰۱۳

تازه خبر: د بلوچستان د زرغون اباد (نوي کلي) په پولېنګ سټېشن کې ډزې شوې دي.


دا د بلوچستان پي بي شپږم حلقه ده.

دلته دوو سیاسي ګوندونو (پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نیشنل ګوند) تور پورې کړ چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند کسان پولېنګ سټېشن ته ننوتي ول او هلته یې ښځې مجبورولې چې تحریک انصاف ته رایه ورکړي.

د دې په نتیجه کې هنګامه وشوه او بیا امنیتي سرتېرو ډزې وکړې.

په دې ډزو کې هیڅ کس نه دی ژوبل شوی.

دلته د تحریک انصاف غړو خبریالان هم پولېنګ سټېشن ته دننه نه دي پرېښي چې د پښتونخوا ملي عوامي او عوامي نیشنل ګوند د تور پلټنه وکړي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG