د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان انتخابات: د ووټونو شمېرلو عمل پیل

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه روانه ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه.

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه پای ته رسېدلې ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه چې بې له وقفې به د مازیګر تر شپږو بجو روانه وه.

تر دې وروسته د ووټونو د شمېرلو عمل پیل شوی دی.


د پاکستان انتخاباتو په ترځ کې په ټول هیواد کې سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي ول.

د پاکستان تحریک طالبان د انتخاباتي عمل په نښه کولو ګواښ کړی وو.

۱۶:۴۵ ۱۱.۵.۲۰۱۳

تازه خبر: د عوامي نیشنل ګوند سېند څانګې مشر سینېټر شاهي سید تور پورې کړی دی چې په کراچۍ کې په انتخاباتو کې درغلي روانه ده.


نوموړي پر انتخاباتي کمېشن تور پورې کړ چې د پاکو او رڼو انتخاباتو په عملي کولو کې پاتې راغلی دی.

ده وویل، د دوی په سیمو کې خلک ووټ اچولو ته هم نه پرېښودل کېږي.

تر دې مخکې ایم کیو ایم، جماعت اسلامي او پیپلز ګوند هم په کراچۍ کې د انتخاباتو په اړه اندېښنې وښودې او جماعت اسلامي خو په کراچۍ او حیدر اباد کې له انتخاباتو پرېکون هم اعلان کړ.

د پاکستان چیف الېکشن کمېشنر (د انتخاباتي کمېشن مشر) پخواني قاضي فخر الدین جي ابراهیم هم له رسنیو سره د خبرو پر وخت په کراچۍ کې د ګډوډۍ په اړه اندېښنه وښوده.
۱۶:۱۷ ۱۱.۵.۲۰۱۳

تازه خبر: د جمرود په شا کڅ کې د ووټ اچولو عمل بیا پیل شو.


د قبایلي سیمې خیبر (۴۶مې) حلقې یانې د باړې او تیرا بې کوره شویو خلکو له پاره د جمرود په شا کڅ کې په جوړو شویو ۳۸ پولېنګ سټېشنو کې د ووټ اچولو درېدلی عمل بیا پیل شوی دی.



د یادې حلقې ووټرانو مشال راډیو ته ویلي ول چې، په ووټر لېسټ کې ډېرې تېروتنې دي او په سم ډول نه دی جوړ کړل شوی.



د دوی په خبره، د زیاتره کسانو نومونه د شا کڅ لیویز مرکز پولېنګ سټېشنو کې نه شته.



خلک وايي، په دې ځای کې د ځینو کاندیدانو (امېدوارانو) د پلویانو تر منځ ډزې هم شوې دي.
۱۶:۰۹ ۱۱.۵.۲۰۱۳

تازه خبر: د کورمې د ۳۷مې حلقې ووټ اچوونکي وايي، په انتخاباتي عمل کې بې قاعده ګۍ دي.


په دې اړه د مشال راډیو خبریال د کورمې له خلکو سره خبرې کړې دي.

دا خبرې لاندې اورېدای شئ:

۱۵:۳۸ ۱۱.۵.۲۰۱۳
جماعت اسلامي په کراچۍ او حیدر اباد کې له انتخاباتو بایکاټ (پرېکون) اعلان کړی دی.

په کراچۍ کې د خبري غونډې پر وخت د جماعت اسلامي امیر منور حسن تور پورې کړ چې د ده د ګوند پلویان وېرول کېږي او دا چې د رایې اچونې عمل د بې قاعده ګیو ښکار دی نو ځکه دوی له انتخاباتو پرېکون اعلانوي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG