د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قازقستان د دولتي رسنیو په مرکز کې اور لګېدلی دی


د قازقستان په پلازمېنه ( استانه ) کې د سرکاري رسنیو په یو مرکز کې اور لګیدلی دی. دخالي په ورځ لګیدلی دغه اور د اور وژونکو ډلو له خوا ، اوس په قابو کې راوستل شوی خو دځینو چینلونو په دفترونو لا هم اورلګیدلی ، په دغو کې ( 24KZ ) چینل هم شامل دی چې څلورویشت ساعته خپرونې کوي، خو اوس یې وقفه راوستې ځکه چې کارکونکي یې له ودانۍ نه ویستل شوي دي.
دقازقستان د بیړنیو چارو وزیر ولادي میر بوژکو ( Vladimir Bozhko ) دپېښې د ځاب څخه د لیدنې پرمهال وویل لومړني تحقیقات ښکاره کوي چې په سرکټونو د زیات دباو له امله اور لګیدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG