د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا او ټولټاکنې : باجوړ 44 مه حلقه


فاټا او ټولټاکنې : باجوړ 44 مه حلقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:40 0:00

د روان کال پر ۱۱م مې په ټول پاکستان کې ټولټاکنې (عام انتخابات) کېدونکي دي، چې په کې د ګڼ مېشتو پښتنو په قبایلي سیمو لکه خیبر، مومند، باجوړ، اورکزۍ، کورمه، جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان کې هم په لومړي ځل سياسي ګوندونو ته په انتخاباتو کې د برخې اخیستو اجازت ورکړل شوی. په دې لړ کې مشال راډيو د قبايلي سيمو د بيلا بيلو حلقو له اميدوارانو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې چې موخه يې د قبايلو ستونځې د هغوی له راتلونکو استازیو سره شريکول دي. د دې لړۍ په نننۍ خپرونه کې مو د باجوړ د قامي اسمبلۍ د ۴۴مې حلقې لپاره ولاړ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ امیدوار اصغر سوال کلا اتمان خېل، صاحب زاده صاحب ازاد امیدوار او بادام زري بي بي ازاد امېدواره رابللي دي. د دغه ګړدي مېز کوربه د مشال همکار داود خټک دی.

XS
SM
MD
LG