د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا او ټولټاکنې : شمالي وزیرستان ۴۰ مه حلقه


فاټا او ټولټاکنې : شمالي وزیرستان ۴۰ مه حلقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:37 0:00

د روان کال پر ۱۱م مې په ټول پاکستان کې ټولټاکنې (عام انتخابات) کېدونکي دي، چې په کې د ګڼ مېشتو پښتنو په قبایلي سیمو لکه خیبر، مومند، باجوړ، اورکزۍ، کورمه، جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان کې هم په لومړي ځل سياسي ګوندونو ته په انتخاباتو کې د برخې اخیستو اجازت ورکړل شوی. په دې لړ کې مشال راډيو د قبايلي سيمو د بيلا بيلو حلقو د اميدوارانو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې چې موخه يې د قبايلو ستونځې د هغوی له راتلونکو استازیو سره شريکول دي. د دې لړۍ په نننۍ خپرونه کې مو د شمالي وزیرستان د قامي اسمبلۍ د ۴۰مې حلقې لپاره ولاړ ازاد امیدواران، طارق خان داوړ، قدیر خان داوړ، نثارعلي خان داوړ او د قومي وطن پارټۍ امېداوار ملک اکبر خان داوړ رابللي دي. د دغه ګړدي مېز کوربه د مشال همکار داود خټک دی.

XS
SM
MD
LG