د لاسرسي ځای

تازه خبر

"امریکا د کرزي دفتر ته پیسې ورکولې"



د افغان ولسمشر د دفتر پخواني مرستیال خلیل رومان د ده له خولې نقل شوی د امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز هغه رپوټ رد کړی دی چې ګواکې د امریکا استخباراتي ادارې په تېرو لسو کلونو کې د ولسمشر حامد کرزي دفتر ته په سلګونه میلیونه ډالر ورکړي دي.


یادې ورځپاڼې د خلیل رومان له خولې لیکلي وو چې (سي آی اې) هره میاشت په لسګونه میلیونه ډالر په بکسونو ، بوجیو او په ځینو حالاتو کې په پلاسټکي کڅوړو کې ورکول.

خو خلیل رومان تېره ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې ده د نیویارک ټایمز له خبریال سره د (سي آی اې ) نه بلکې د ایران د پېسو په اړه خبرې کړې وې.

په عین حال کې دوشنبې ورځ د افغان ولسمشر حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې افغان ولسمشر د (سي آی اې ) د نامه له یادولو پرته د امریکا د حکومت له خوا د مالي مرستو د ترلاسه کولو رپوټ تاید کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG