د عوامي نیشنل ګوند یو مشر میا افتخار حسین وايي، وروستی تاو تریخوالی ښيي چې نګران حکومت د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی دی.
تېره ورځ له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې میا افتخار حسین وویل، د دوی ګوند به په هېڅ صورت له انتخاباتو پرېکون یا بایکاټ نه اعلانوي.
هلته د خیبر پښتونخوا اطلاعاتو لنډ مهالې وزیرې مسرت قدیم پرون مشال راډیو ته وویل چې دا د امنیتي ادارو ذمه واري ده چې د انتخاباتي نوماندانو د لاریونونو او غونډو امنیت ونیسي.