د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي کوریا له ګډې سيمې خپل وګړي باسي


جنوبي کوریا تیاری نیسي چې خپل پاتې وګړي هم له هغې صنعتي سیمې وباسي چې له شمالي کوریا سره یې په ګډه چلوي.

د سول د یووالي وزارت وايي، د شمالي کوریا تایید ته په انتظار دی چې د کایسونګ له صنعتي سیمې نن خپل کسان وباسي. د کایسونګ صنعتي کمپېلکس د اپرېل میاشتې له لومړیو ورځو راهیسې تړل شوی دی.

هغه وخت شمالي کوریا د جنوبي کوریا د کارخانو تنظیموونکي او د سامان وړلو لارۍ سیمې ته له ننوتو منع کړل. په عین حال کې شمالي کوریا هم له هغه ځایه خپل ټول ۵۳۰۰۰ کارکوونکي و ایستل. د شنبې پر ورځ چې کله پیونګیانګ د خبرو وړاندیز رد کړ نو جنوبي کوریا هم له هغه ځایه خپل وګړي ایستل پیل کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG