د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما په شام کې د کیمیاوي وسلې کارولو پلټنې کوي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون ژمنه وکړه چې په شام کې د حکومتي ځواکونو له خوا د کیمیاوي وسلو کارولو د رپورټونو په اړه به ډېر جدي تحقیقات وکړي.
اوباما په واشنګټن کې د خبرو پر مهال یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې د کیمیاوي وسلې د کارولو ثبوتونه به د لوبې لور بدل کړي.
((زه په عامو او خاصو مجلسونو کې په دې اړه ډېر صریح وم چې د شام د حکومت له خوا د خلکو پر ضد د کیمیاوي وسلې کارول به له هغې کرښې اوښتل وي چې زما محاسبه او له دې مسلې سره د امریکا چلند به بدل کړي.))
ده د اردن له باچا دویم ملک عبدالله سره په سپینه ماڼۍ کې په کتنه کې دا خبرداری ورکړ.
اوباما وویل، امریکايي چارواکي داسې اسناد لري چې په شام کې د عامو خلکو پر ضد د کیمیاوي وسلو کارول ښيي.
اوباما له دې مخکې ویلي ول، له کیمیاوي وسلې د کار اخیستو مسله به له ممنوع سرې کرښې اوښتل وي او د امريکا له خوا د سخت غبرګون باعث به شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG