د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: سړي وژونکی ووژل شو



د امریکا په ټېکسس ایالت کې یوه زنداني ته په ۲۰۰۲ز کال کې د یوه کس ویشتلو په تور د مرګ سزا ورکړل شوې ده.


رېچارډ کاب ته د زهرو ستنه ولګوله شوه او بیا یې بېګا د هنټسوایل په زندان کې د مرګ اعلان وشو. کاب او د هغه ملګري یو دوکان لوټلی وو او یو سړی او دوه ښځې یې تښتولې وې.

دواړو دا کسان یوازې ځای ته بیولي ول، هلته یې هغه سړی وژلی وو، او له یوې ښځې سره یې جنسي تېری کړی وو. بیا یې پر ښځو هم ډزې کړې وې خو دواړه ژوندۍ پاتې شوې.

د کاب ملګري ته تېر کال د مرګ سزا ورکړل شوې وه. کاب چې مړ کېده نو وروستي الفاظ یې ول: ((ژوند مرګ دی، مرګ ژوند دی.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG