د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز مشرف په رېمانډ واستول شو


پاکستان کې د ترهګرۍ ضد يوه عدالت امر کړی دی چې د دې ملک له پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف دې د دوو اوونیو عدالتي رېمانډ (پوښتنو، پلټنو) واخیستل شي.
دا امر د هغه د واکمنۍ پرمهال په ۲۰۰۷ کال کې د ججانو (قاضیانو) په نظر بندۍ کې د ساتلو په کېس کې ورکړي.
د پروېز مشرف د سياسي ګوند آل پاکستان مسلم ليګ وياند ډاکټر محمد امجد پر خپل مشر لګيدلي تورونه بې ځايه وبلل او د شنبې پر ورځ يې خبريالانه وويل:
((پر مشرف لګېدلې تورونه بې بنسټه دي. د هغه پر ضد هیڅ داسې ثبوت نشته چې ګواکې [پروېز مشرف] تر شپږو میاشتو قاضیان په کورونو کې بند ساتلي ول.))
مشرف په ۱۹۹۹ کې د يوې پوځي کودتا له لارې واکمن شو او بيا تر ۲۰۰۸ کال پورې پر واک کې پاتې شو.

نوموړی په لندن او دوبۍ کې تر څلور کالنۍ خود ساخته جلاوطنۍ وروسته د راتلونکې مياشتې د مې ۱۱مې په انتخاباتو کې برخه اخيستو له پاره پاکستان ته لاړ خو نوموړی په انتخاباتو کې د برخې اخیستو له پاره نا اهله ګرځول شوی.

پر هغه د پخوانۍ وزير اعظمې بې نظير بوټو او د بلوڅ قام پرست مشر اکبر بګټي د وژلو په کيسونو کې د لاس لرلو تورونه هم لګېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG