د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا و روس د ترهګرۍ پر ضد له یو بل سره همکاري کوي


د امریکا باسټن مېرتان تر بمي چاودنو وروسته د امريکا او روس ولسمشرانو د ترهګرۍ ضد همکارۍ جاري ساتلو ژمنه کړې.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما له خپل روسي سیال ولادمير پوټن سره د جمعې په ورځ خبرو کې د باسټن تر بمي چاودنو وروسته د روسیې له خوا د ترهګرۍ ضد په مرسته مننه وکړه.

د سپينې ماڼۍ د بيان تر مخې پوټن د باسټن په چاودنو د خپګان څرګندونه کړې او دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ د مخنيوي او د امنيت د قيام له پاره به همکاري جاري ساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG