د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د ټاکنو له پاره هلې ځلې راونې دي


نيازاحمدخان
د کال دوه زره دولسم سرکاري شميرې ترمخه دسوات ټوله آبادي اتلس لکه څخه ډیره شوي دعلته دوه قامي او ۷ د صوبايي اسمبلۍ سيټونو له پاره ټاکني کيږي.


د اليکشن کېمشن د معلوماتو تر مخه سوات کې نهه لکه اويازره نه ډېر راجيسټرډ ووټونه دي چې څلور لکه دوه ديرش زره د ښځو وټونه په کې هم شامل دي، کال دوه زره دوه عاموټاکنوکې د سوات ټول سيټونه د مذهبي جماعتونو اتحادې( ايم ايم اې) ترلاسه کړي وو.

دغه رنګه د کال دوه زره اته په عامو ټاکنوکې د قامي اسمبلۍ يو اود صوبایۍ اسمبلۍ اووه واړه سيټونه عوامي نيشنل پارټي ګوند ګټلي وو د قامي اسمبلۍ سيټ پاکستان پيپلز په برخه شوی و.

دغه کسانو کې د پاکستان مهم سياسي جماعتونو لکه عوامي نېشنل ګوند، پاکستان مسلم ليګ، تحريک انصاف، پاکستان پيپلز پارټي، جماعت اسلامي، جمعيت علماء اسلام (ف)، قومي وطن پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي پارټي وګړي شامل دي او يو شميرپه کې په آزاده توګه ټاکنو کې برخه اخلي.

د سوات مينګورې يو پخوانې سياسي کارکن عمرربي وایي، چې کوم ګوند به دا ځل ټاکنوکې بریالي کيږي دغه فيصله خوبه په يولسم مې کې تر سره کيږي ولې دا ځل سياسي هلې ځلې د تير ټاکنو په نسبت زياتې دي دلته امن دې ځای په ځای جلسې روانې دي د بمي چاودنو او بد امني څه ويره نه شته تيرځل تاکنو کې د ووټونو اچولو شميره ډيره کمه وه دا ځل د زيات ووټونو اچولو تمه څرکندېږي .
XS
SM
MD
LG