د پاکستان یو شمیر سیاسي ګوندونو د خیبر پښتونخوا د چترال د این اې دوه دیرش حلقې نه د پخواني ولسمشر پرویز مشرف د کاغذونو د منظورۍ خلاف په عدالت کې درخواست جمع کړی دی.
پرویز مشرف چې د ال پاکستان مسلم لیګ ګوند مشري په غاړه لري، د مئ د یوولسمې نیتې په انتخاباتو کې د کراچۍ او چترال نه د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي وو، چې د کراچۍ نه يې کاغذونه مسترد شوي وو، خو د چترال هغه یې منظور شوي دي.
پرویز مشرف په یو شمیر کیسونو کې عدالت ته مطلوب هم دی او د څلور کلنې جلا وطنۍ وروسته په دې وروستیو کې هیواد ته ستون شوی دی.