د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان:د ناټو نسکوره شوې الوتکه کې دوه عسکر مړه



په افغانستان د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه تاییدوي چې نن سهار یې یو هېلي کوپټر د افغانستان په ختیځ کې لویدلې ده چې دوه سرتيرې يې پکې وژل شوي دي.


د ننګرها د والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي چې الوتکه د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې نسکوره شوې ده.

وسلوالو طالبانو ادعا کړې چې الوتکه دوی راغورځولې او سپاره عسکر پکې وژل شوي دي.

خو د ناټو ځواکونو چارواکي وايي چې د پيښې په وخت کې د وسلوالو مخالفینو د فعالیت نښه نه ده لیدل شوې خو د علت په اړه یې پلټنې کوي.

افغان او ايتلافي ځواکونو تاييد کړې چې د سرپل ولايت په سرپل ولسوالۍ او د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان کې يې د درو عملياتو پر مهال د طالبانو کومندان نقيب الله او نور ګن شمېر اورپکې وژلي دي.

د اېساف خبرپاڼه ليکي، نقيب الله د طالبانو د هغه څانګې مشر و چې پر افغان او ايتلافي ځواکونو په مخامخ ډزو او بمي بريدو کې لاس درلودی.نوموړي به د طالبانو د ترهګريزو فعاليتونو لپاره له خلکو ماليې يا ټېکسونه هم راغونډول او په جوزجان ولايت کې يې په ياغيانو کې وسلې وېشلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG