د لاسرسي ځای

تازه خبر

له جنوبي کوریا دې بهرني وګړي ووځي. شمالي کوریا




شمالي کوريا پر بهرنيانو ږغ کړی چې له جنوبي کوريا څخه ووځي. د هيواد حکومتي خبرې اژانس کې سي اېن اې يو بيان جاري کړی چې وايي، د جګړې په وخت کې دوی نه غواړي چې په جنوبي کوريا کې مېشت بهرنيانو ته زيان ورسيږي.


تېره اونۍ شمالي کوريا دا اعلان هم کړی و چې په خپله پلازمېنه پيانګ يانګ کې د بهرنيو سفارتونو عملې ته د خونديتوب ضمانت نشي ورکولای. حکومت دوی ته وړانديز کړی و چې د تېرې چارشنبې څخه دي سفارتونه پريږدي.

د راپورونو سره سم شمالي کوريا تېره اونۍ د منځني هدف ويشتونکی يو ميزايل پر خپل ختيځ ساحل ځای په ځای کړی دی. د جاپان وزيراعظم شينزو ابې ويلي چې
د شمالي کوريا د ګواښونو څخه ويره نه لري او د پلازمينې ټوکيو شاوخوا يې پټرياټ ميزايل لګولي دي.

((زه باور لرم چې موږ ته پکار ده چې د ملګرو ملتونو لخوا پر اوسنيو بنديزونو عمل وکړو. د جاپان حکومت به د هيواد د خلکو د ساتنې او ژوند لپاره هر ممکن اقدامات کوي))

د کوريا په ټاپو وزمه کې تر هغه وروسته تاوتريخوالی زيات شوی چې کله تېره مياشت شمالي کوريا دريمه آېټمي آزموينه وکړه چې د ملګرو ملتونو لخوا د لا سختو بنديزونو سبب وګرځېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG