د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشرف خلاف د غدارۍ مقدمه


د پاکستان سپريم کورټ د پخواني پوځي واکمن پرويز مشرف خلاف د غدارۍ مقدمه منظور کړی.
د راولپنډۍ بار مشر توفيق آصف پرون ويل د مشرف پر ضد به د کيس اوردنه د ګل په ورځ شورو کيږي.
نومړی وايي هغه سپريم کورټ ته ويلي چې د مشرف خلاف د غدارۍ مقدمه وچلوي د ده په خبره هغه ځکه چې مشرف په ۲۰۰۷ کال کې په هېواد کې بېړنی حالت نافز کړی وو. د راولپنډۍ بار مشر ويلي د چيف جسټس افتخار چودهري په مشرۍ دری کسيزه بنچ به د دی کيس اوريدنه کوي. مشرف د څلور کاله خود ساخته جلاوطنۍ وروستو د مارچ په ۲۴ پاکستان ته رارورسېدو . نومړی د مۍ په يولسمه نيټه کېدونکو پارلماني امتنخاباتو کې برخه اخلي. مشرف له وړاندی د پخوانۍ وزير عظمې بې نظير بهټو او بلوڅ قام پرست مشر نواب اکبر خان بګټي د وژنو له کيسونو سره مخامخ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG