د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې پر والي ځانمرګی برید شوی دی


ځانمرګی بريد نن غرمه د زابل په کلات کې شېخ متي لېسې ته څېرمه د والي د موټرو په کتار شوی دی، خو دی ورڅخه روغ وتلی او دوه تنه ساتونکي يې ژوبل شوي دي.

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار وايي، د دغه ولايت والي اشرف ناصري نن د يو ښوونځي د پرانيستلو غونډې ته روان وو، چې پر لاره پرې ځانمرګی بريد شوی دی.

دی وايي، ځانمرګی په موټر کې سپور وو، او موټر له چاودېدونکو توکو ډک کوو.

((نن والي صاحب غوښتل د يو ښوونځي د پرانيستلو غونډې ته ولاړ شي، چې پر لاره پرې يو ځانمرګي له موټرو څخه په ګټه اخيستو بريد کړی دی، په دغه بريد کې والي صاحب ته هيڅ زيان نه دی اوښتی البته دوه ساتونکي يې ژوبل شوي دي، تر اوسه د چا د مرګ خبر نه لرو.))

د پېښې ځای ته د ولايتي بيارغوونې د ټيم دفتر او د زابل ملکي روغتون هم ور څېرمه دي.

ځينې سرچينې وايي، په بريد کې د ملکي روغتون يو ته کار کوونکی وژل شوی، خو لا هم دولتي چارواکيو د دغه کس وژل کېدل نه دي تاييد کړي.

تر اوسه د بريد مسووليت هم کومې ډلې نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG