د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان لنډمهالې وفاقي کابینې سوګند وکړ


په ايوان صدر کې څوارلس رکني نګران وفاقي کابينې نه د پاکستان صدر اصف على زرداري سوګند واخيستو، په دغه موقع لنډ مهاله وزيراعظم مير هزار خان کوسو هم موجود وو.

په لنډ مهاله وفاقي کابينه کې ملک حبيب، عبدلمالک کاسي، احمر بلال صوفي ، مقبول رحمت الله ،ډاکټر يونس سومرو، ډاکټر مصدق کليم ،مير حسن ډومکي ، فيروز جمال شاه ، سهيل وجاهت صديقي ، اسدالله مندوخيل، ډاکټر ثانيه نشتر، شهزاده احسن اشرف او عارف نظامي شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG