د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هرات سلما بند ورانولو دسیسه په کوټه کې جوړه شوې


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې په هرات کې د سلمابند ویجاړولو دسیسه د پاکستان په کوټې ښار کې جوړه شوې وه.


د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال ویاند شفیق الله طاهری نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې ناکامه هڅه کې د طالبانو د کوټې د شورا یو غړی ملا غني لاس لري.

نوموړي پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي د بهرنۍ استخباراتي کړۍ هم په دې پلان کې ښکیلې وبللې.

د افغانستان د اقتصادي منابعو او بنسټیزو پروژو د جوړولو د مخالفو هیوادونو د استخباراتو یو شمیر کړیو د دې پلان په طرحې او تطبیق کې مرسته کړې ده.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

څو ورځې مخکې افغان ځواکونو شاوخوا یو زرو درې سوه کیلوګرامه چاودیدونکي مواد چې د سلما بند د له منځه وړلو لپاره ځای پر ځای شوي ول، ونیول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG