د لاسرسي ځای

تازه خبر

تګاب کې درې وسله وال طالبان ووژل شول



چارواکي وايي چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې درې طالبان وژل شوي او دوه افغان پولیس ټپيان دي.

د تګاب امنیې قومندان محمد نوروز مشال راډيو ته وویل دا عملیات پرون ناوخته د تګاب په درېو سیمو له هغې ډلې عمرخلیو او ګراتیا کې شوي چې په نتیجه کې یې درې طالبان وژل شوي او پنځه نور هم ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

لخوا د بلخ چارواکي د دې ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د دریو ښونکو د وژل کیدو خبر ورکوي.

په دولت آباد ولسوالۍ کې یوه مسئول چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط مشال راډيو ته وویل چې دا ښونکي تیره شپه د یادې ولسوالۍ په سرخ ګنبد کلي کې وژل شوي دي.
د ده په خبره ددې وژنې علت تر اوسه ندی څرګند خو پدې اړه پلټنې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG