سراج ظهير – مشال راډيو
اسلام آباد:- څنګه څنګه چې راتلونکې ټولټاکنې رانيزدې کيږي هم دغه رنګ په دې کې د برخه اخستونکو هلې ځلې هم تندېږي. او قبايلو او د خيبر پښتونخوا تر انتظام لاندې سيمو پاټا څخه انتخاباتو کې برخه اخستونکيو وينا ده چې د تير ځل په پرتله به دا ځل ووټونو کې ښځې خپلې رايې کاروي. ځکه اوس په ولس کې شعور او پوهه راپيدا شويده.
له کوز دير سره تعلق لرونکي د جماعت اسلامي نايب امير سراج الحق مشال راډيو ته وويل دوي غواړي چې ښځې هم خپل ووټ واچوي خو ځينې سيمو کې سياسي ډلې خپلو کې اتفاق وکړي او دعا وکړي چې زنانه به ووټ نه کاروي خو په مجموعي توګه دا نۀ دي شوي چې يوه زنانه وايي چې زه ووټ اچوم او هغه چا منع کړې وي.
((زه به درته د خپل مثال درکړم چې زما په کلي کې چې يوه زنانه پولنګ اسټيشن له ځي نو پوره ګرانه لار به وهي نو که اليکشن کميشن دا بندوبست وکړي چې د پولنګ اسټشن خوا ته د زنانو لپاره ځان له بوت ولري او بيا د ماشومانو لپاره د خوراک څښاک انتظام وي او دغه رنګ د ګرمۍ او يخنۍ څخه د بچ کيدو انتظام هم وشي او يو مکمل انتظام ورته د پړدې وکړي نو بيا زما خيال دى چې د زنانو د ووټونو شميره سيوا کيداى شي.))
د کورمې ايجنسۍ نه راتلونکيو ټولټاکنو کې برخه اخستونکې ملک نور اکبر مشال راډيو ته وویل، دوی هيله مند دي چې زنانه به راتلونکيو ټولټاکنو کې خپله رايه وکاروي.
نوموړي وويل: ((چې ټولو خلکو سره موږ خبرې هم کړي دي او دې لړ کې جرګې مرکې هم روانې دي او انشا الله ټول ښځينه او نارينه به ووټونه اچوي))
د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکې د تحريک انصاف ګوند لخوا فاټا کې د ښځينو څانګې مشرې عايشه ګلالۍ مشال راډيو ته وويل: ((چې د زنانو د ووټ ډير زيات اهميت دى او په دې لړ کې زموږ ګوند ډلې جوړې کړيدي چې په کې نجونې هم ګډون لري او هغوی قبايلي ښځو کې پوهې لپاره هلې ځلې پيل کړيدي او ووټ يواځينۍ لار ده چې په ټولنه کې پرې موږ بدلون راوستې شو نو بايد چې د قبايلو زنانه به هم خپل وکاروي.او دغه رنګ به موږ په فاټا کې امن هم پځاي کوو.
خو زه يوه خبره کول غواړم چې په قبايلي سيمو کې د پړدې ډير سخت رواج دى او له دې سربيره ځينې خلک په لرو پرتو سيمو کې ميشت دي نو نشي کولاۍ چې دا زنانه راشي او ووټ وکاروي نو پکار ده چې اليکشن کميشن هم په دې لړ کې څه انتظام وکړي))
کله چې مشال راډيو د اليکشن کميشن وياند الطاف احمد څخه په دې لړ کې وپوښتل نو نوموړي وويل چې ((اليکشن کميشن به په دې حقله پوره پوره مرسته کوي خو لکه څنګه چې تير وختونو کې به مشران په يو جومات کې کيناستل او دا صلا به ي وکړه چې زنانه به ووټ نۀ استعمالوي نو که ځل چا داسې وکړه نو اليکشن کميشن به پر ضد عمليات کوي او دا يو جرم هم دى. اليکشن کميشن غواړي چې زيات نه زيات زنانه په ټولټاکنو کې خپله راي استعمال کړي))
ياده دې وي چې دې رستيو کې اليکشن کميشن فيصله کړې وه چې په کوم پولنګ اسټيشن هم تر لس فيصده کم د ښځو ووټ واچول شو نو په هغه علاقو کې بيا د سره انتخابات کوي.