د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوحه کې د عرب لیګ غونډه پېل شوه



عرب ليګ نن په دوحه ښار کې خپله دوه ورځنۍ غونډه په داسي حال کې پيل کړل چې د قطر امير د شام حکومت مخالفه ملي شورا ته د هيواد د چوکۍ د تر لاسه کولو بلنه ورکړه.


په عرب ليګ کې د شام د حکومت غړيتوب د ۲۰۱۱م کال په وروستيو کې په دې هېواد کې دروانې شخړې خلاف د احتجاج په توګه معطل کړل شوی و. بلخوا نن د شام حکومتي رسنيو ويلي چې عرب ليګ د هيواد غړيتوب غلو او جنايتګارانو ته وسپاری.

د عرب لیګ دا غونډه په داسې حال کې کیږي چې د شام د اپوزیشن د ملي شورا د خپل منځي ګدوډۍ سره مخ ده. د دې شورا مشر معاذالخطيب د يکشنبې په ورځ استعفا ورکړه خو نننۍ غونډې ته يې وينا وکړه او وې وويل چې د شام د شخړې د نه هوارولو پړه د بشارالاسد د حکومت په غاړه ده.

د شام په ملي شورا کې هغه مهال ناکراري رامنځ ته شوه کله چې یو اسلامي رجحان لرونکی تن غسان هیتو د اپوزیشن لخوا د وزیراعظم لپاره خوښ کړل شو خو د اپوزیشن ټولې ډلې د نوموړي د ټاکنې ملاتړي نه دي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG