د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتي کمېشن نګران وزیر اعظم ټاکي


د پاکستان پارلېماني کمېټۍ د نګران وزيراعظم پر نامه متفقه نه شوه او اوس به الېکشن کمېشن د نګران وزيراعظم ټاکنه کوي.

په پاکستان کې د نګران وزيراعظم د ټاکنې له پاره پارلېماني کمېټۍ د درو ورځو تر سلا مشورو وروسته هم متفقه پرېکړې ته نه ورسېده.

اوس به د نګران وزيراعظم حتمي پرېکړه د هيواد انتخاباتي کمېشن کوي.

دا اعلان تېره شپه د پارلېماني کمېټۍ غړو په اسلام آباد کې تر هغې وروسته له رسنيو سره د خبرو پر مهال وکړ کله چې د دوی تر منځ وروستۍ غونډه هم بې نتيجې پای ته ورسېده.

د حکومت له خوا د نګران وزيراعظم له پاره د ډاکتر عشرت حسېن او جسټس رېټايرډ مير هزار خان کوسو او د اپوزيشن له خوا د جسټس رېټايرډ ناصر اسلم زاهد او رسول بخش پليجو نومونه وړاندي کړل شوي ول.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن به له پورتنیو څلورو نومونو یو کس د دې هیواد د لنډ مهالي وزیر اعظم په توګه ټاکي.

لنډ مهالی وزیر اعظم به د ایین یا اساسي قانون تر مخې په درو میاشتو کې انتخابات کوي او د نوې قامي اسمبلۍ او د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته به یې دنده پای ته رسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG