د لاسرسي ځای

تازه خبر

له غزې پټۍ پر اسراییلو دوه توغندي غورځول شوي



اسراییلي پولیس وايي، چې د زیارت پر سهار له غزې پټۍ د اسرایيلو پر جنوبي برخه دوه توغندي توغول شوي دي.


پولیس وايي، چې په راکټونو کې یې یو د یوه اسراییلي کور سره نږدې وغورځېدلو، خو د چا د ټپي کېدو رپورټونه نه وو.

په غزه کې هم چې اسلامي ډله حماس پکې واکمنه ده، لا هم د دغه برید پړه هیچا هم پر غاړه نه ده اخیستې.

یاده پېښه یهودي ریاست ته د امریکايي ولسمشر براک اوباما د دورې په دویمه ورځ رامینځ ته شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG