د نړۍ له لره بره یو لړ تصویرونه
د نن تصویرونه

۱
ملالې یوسفزۍ سکول پیل کړ
د خیبر پښتونخوا صوبې د سیلانې سیمې سوات کې نړیوال شهرت لرونکې د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ په برتانییا کې ښوونځي(سکول) ته تلل پیل کړل. ملاله پروسږ کال وسله والو طالبانو له سکوله کور ته د تلو پر مهال په ډزو وویشتله او له ټپی کېدو وروسته یې د برتانییا برمنګم ښار په یوه روغتون کې یې د کوپړۍ کامیابه جراحي یا سرجري وشوله. ملالې له رغېدو وروسته هوډ څرګند کړی وو چې د ماشومانو د تعلیم مبارزه به جاري ساتي.

۲
د ایران په پلازمېنه تهران کې د نوروز لمانځلو تیارانې

۳
د قبرص په پلازمېنه نیکوشیا کې مظاهره چیان د اروپايي ټولنې لخوا له اقتصادي بحرانه د راوتو لپاره د مالي تړون پر ضد احتجاج کوي.

۵
د اېستونیا هېواد په پلازمېنه تالین کې د اراورا بورالیس شمالي وړانګې