د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو سره خبرې، څومره پرمختګ شوی؟


مولانا فضل الرحمن د جمعیت العماء اسلام مشر ټول ګوندیز کانفرنس کې.
مولانا فضل الرحمن د جمعیت العماء اسلام مشر ټول ګوندیز کانفرنس کې.



په خیبر پښتونخوا کې د واکمن عوامي نېشنل ګوند او بیا د جميعت علماء اسلام ف ګوند لخوا له تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلي سره د جوړ جاړي او د امن په موخه د روان کال په فرورۍ میاشت کې ټول ګونديزه غونډې وشوې او له طالبانو سره د روغې جوړې د بهیر پر مخ بیولو لپاره یې متفقه اعلاميي هم جاري کړې.


خو پوښتنه دا ده چې آيا په دي لړ کې څه عملي ګامونه هم اخیستل شوي که نه؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د جميت علماء اسلام مفتي شکور چې خپل ګوند د روغې جوړې د بهیر پرمخ بیولو لپاره خپل استازی ټاکلی دی وايي:

((زموږ لویې جرګي ته چې ټول ګونديزې غونډې او ټول قوم کوم اختیار او باور راکړ، او د دې روغې جوړې د عمل چې کوم دويم مهم فريق دی[ تحريک طالبان پاکستان] ، د هغوی لخوا هم ښه وړا نديزونه راغلي دي. او هغوی زموږ په دې جرګه د سل فيصده باور اظهار کړی دی او موږ ته يې ويلي دي چې تاسو څومره په دې لړ کې مخکې ځۍ نو تا سو سره په دی لړ کې تعاؤن کوؤ، نو موږه دغه خبره حکومت ته رسولی دی، موږه له ګورنر خيبر پښتونخوا او وزير اعظم سره په دې لړ کې ملاقات هم شوی دی ، نو اوس موږه د حکومت لخوا د ځواب منتظر يو، چې کله هم حکومت راته مثبت ځواب راکړي نو بیا به مخکې ځو او بله جرګه به راغواړو))

عوامي نيشنل ګوند هم یوه ټول ګونديزه غونډه کړې وه ، د خيبر پښتونخوا صوبايي وزير اطلاعات ميا افتخار حسین نه مو وپوښتل چې آیا دوی ته د طالبانو لخوا د خبرو اترو کومې مثبتي اشارې ملاؤ شوې دي؟

(( هغوی( طالبانو) خو د رسنيو له لارې د مشروطو مذاکراتو وړانديز کړی وو، او په بنيادی توګه زموږ په دې لړ کې اتفاق رای شته، خو که تاسو ته یاد وي چې کله په خيبر پښتونخوا کې دې نه مخکې(سوات کې فضل الله سره) داسې واقعات وشو نو د مذاکراتو لپاره مو د ټولو سیاسی ګوندونو سره مشوره کړې وه او هغوی مو په اعتماد کې اخیستی ول، خو حتمي مذاکرات بیا حکومت وکړل. ځکه چې مذاکرات که د حکومت لخوا نه وي نو ده هغې ملکیت بیا نه وي، نو زما مقصد دا دی چې حکومت به مذاکرات کوي نو بیا به يې پوځ هم مني او ولس هم، نو لهذا اوس دا د مرکزي حکومت ذمه واري ده چې یو فيصله کن ټول ګونديزه غونډه راوبولي، او په دې شخړه کې چې څومره هم خواوې دي، د پوځ په شمول، ټول په اعتماد کې واخلي، او بیا مذاکرات وکړي نو هغه به د مذاکراتو لپاره اخري آ وجامع خبره وي.))

جميعت علماء اسلام ف ګوند د دې مذاکراتو لپاره د قبايلي مشرانو يو۷۰ کسیزه جرګه هم جوړه کړې ده. په جنوبي وزير ستان کې مې د دغه جرګی له یو مشر سردار جمال الدين مسود نه وپوښتل چې تر دا مهاله دوی له طالبانو سره رابطې کړې دي؟ دی وايي:

(( چې کله موږ د اسلام اباد د ټول ګونديزې غونډې نه واپس بیښور ته راغلو نو موږ د مولانا فضل الرحمان سره یوه مشاورتي جرګه کړې وه ، دغه وخت مولانا صیب ته یو تیليفون راغلی وو ، بیا موږ ته مولانا صیب وویل چې طالبانو زموږ د دې ټول ګونديزې غونډې هرکلی کړی دی او خوښي یې څرګنده کړې، خو له هغې پس موږ کومې رابطي نه دي کړې، زموږ مشر مولانا فضل الرحمان دی چې کله هغه راته څه ووايي نو موږ به نور ګامونه اخلو.)))

له تيرې یوې لسیزې راهیسې له طالبانو سره د خبرو اترو او په پاکستان کې د امن لپاره یو شمیر سیاسي غونډې شوې خو تر دا مهال یې څه نتيجه نه ده رامنځته شوې، په پېښور کې مي له څيړونکې رحیم الله یوسفزي نه وپوښتل چې ايا دا غونډې صرف د سیاسی ګټو لپاره کېږی که په ریښتیا هم د امن راوستو لپاره ګټورې ثابیتېدای شي: دی وايي:

((عوامي نېشنل ګوند چې کومه ټول ګونديزه غونډه رابللې وه نو د هغې خو څه نتیجې نه ده رامنځته شوې خو چې مولانا فضل الرحمان کومه غونډه کړې وه او بیا یې یوه جرګه جوړه کړې وه نو د هغه جرګې تيرو ورځوکې په ډيره اسماعيل خان کې د مولانه سره یو ملا قات شوی دي خو دغه جرګه هم او مولانا صیب هم دا ګیله کوي چې حکومت تر دا مهال د دغه جرګې د حمايت اعلان نه دی کړی،او دا واقعيت هم دی چې حکومت ددغه جرګی په شا نه وي ولاړ نو دغه جرګه هېڅ نه شي کولی))

د څيړونکو په وينا که څه هم تر دې دمه له طالبانو سره د خبرو اترو عمل نه دی پيل شوی، خو که پيل هم شي نو د څرګند پرمختګ هېله یې نشته.
XS
SM
MD
LG