د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې پر شییعه ګانو بریدونه




ډېلي ټيليګراف ورځپاڼه ليکي د تېر اتوار په ماښام د کراچۍ په عباس ټاون کې په موټر بمي چاؤدنه کې خوا شا دوه سوه کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله. او چارچاپېره ودانیو ته هم په کې نقصان ورسېدلو.


ورځپاڼه د پيښې په ځای کې ولاړې د یوی اوسیدونکې فاطمې په حواله ليکي چې ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ته یې وویل یواځینۍ ګناه ورته دا ښکاري چې له یوې بلې فرقې سره تعلق لري.

د ورځپاڼې په خبره تېر کال په پاکستان کې د شییعه ګانو لپاره تر ټولو بد ترین کال و چې په فرقه ورانه تشدد کې تر 400 زیات کسان ووژل شول. شییعه ګان د پاکستان د آبادۍ 20 فیصده برخه جوړوي. په روان کال کې تر اوسه د 200 زیات شییعه ګان وژل شوي دي. په حکومت او امنیتي ځواکونو تورونه دي چې دوس ته سم تحفظ نه ورکوي.

ورځپاڼه په هیواد کې په راتلونکو هفتو کې د نور تشدد اندیښنه څرګندوي. ډیلي ټيلي ګراف په ډان ورځپاڼه کې د یوې مقالې په حواله لیکي دغه برید یوه یاد ګېرنه ورکوي چې پاکستان کې د تشدد مسله نه ده کمه شوې.او په کې یوی پوښتنې ته اشاره کوي چې په کراچۍ او نورو سیمو کې د تشدد لپاره ذمه وارو ډلو خلاف تر اوسه څه شوي دي او که څنګه؟ ډيلي ټيلي ګراف د ډان ورځپاڼې جواب په ګوته کوي چې په دې لړ کې ډېر لږ څه شوي دي.


بلخوا فارن پالیسي مجله په عراق او افغانستان کې د امریکا د جګړې په حواله لیکي چې دغه شخړې به د راتلونکو لسیزو لپاره نه یواځې د امریکا یو تصویر جوړ کړي بلکې په امریکا کې د نوي کول د نظرونو بنیاد به هم جوړ کړي چې په نړیواله کچه به د ضرورت سره سم فیصلې کوي. مجله ليکي دا په هاغه صورت کې ګټه ور ثابتیدای شي که چېرې د دې شخړو نه څه سم زده کړل شي. خو امریکا چې له هیواده وتل او شاته نه کتل غواړي، دا د پام وړ خبره ده چې تر اوسه د هیواد د ناکامیانو په اړه منظمه او اهم تجزیه نیشته.

مجله د پخوانيو ناکامیانو په اړه خبرداري ورکولو سره ليکي د بارک اوباما د خارجه پالیسۍ ډله د وېتنام د جګړې نه متاثره ښکارېدله.

ورځپاڼه د یوه سیمه ایز سفیر خبره کوي چې د خارجه چارو نوي وزیر جان کیري سره په خبرو کې هر کله نوموړي د افغانستان د جګړې ذکر ضرورو کړی دی.

مجله ليکي په لیبیا او شام کې د ښکیلیدلو په باب د اوباما زړه نا زړه کېدل د نړۍ نظر ښکاره کوي. دغه راز د نورو وسیلو استعمال هم د نړۍ او د اوباما د نظرییې یو والی ښکاره کوي چې د ډرون بریدونو، ځانګړي ځواکونو او انټرنیټي بریدونو سره د وېتنام د جګړې په شان حالاتو نه ډډه کیدای شي. خو د مجلې په خبره د وییت نام جګړې تجربه په پام کې ساتلو سره امریکا له عراق او افغانستانه د ټاکل شوي وخت نه مخکې وتلای شي، له اخلاقي پلوه شکمنه وسیله یانې ډرون بریدونه به استعمالوي او په هغه ځایونو کې د مداخلت کولو په اړه زړه نه زړه کیدای شي چې د امریکا قامي مفاد ورسره تړلې وي لکه ایران، شام او یا مالي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG