د لاسرسي ځای

تازه خبر

میا افتخار:مرکز دې طالبانو سره دخبرو لار هواره کړي


دپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخارحسین
دپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخارحسین

د خیبر پښتونخوا حکومت د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه کړې ده چې د فېډرېشن په کچ دې له طالبانو سره د خبرو په اړه یوه ټول ګوندیزه غونډه جوړه کړي.

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر او حکومتي ویاند میا افتخار حسین بېګا ماښام د پېښور په اکبر پورې کې د عوامي نیشنل ګوند غړیتوب یوې غونډې ته د وینا پر وخت له فېډرالي حکومته غوښتنه وکړه چې په دې ټول ګوندیزه غونډه کې دې ټولو اړونده ډلو او ادارو ته بلنه ورکړي.

البته ده دا نه ده واضحه کړې چې په دې غونډه کې به پوځ هم ور بلل کېږي او که نه؟ څو ورځې مخکې د پاکستان تحریک طالبان د شویو ټول ګوندیزو غونډو هر کلی کړی و خو ویلي یې ول چې د سولې خبرو اترو له پاره باید پوځ له خوا اقدام وشي.

د پاکستان پوځ په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي. په پاکستان کې د وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې په موخه هلې ځلې له تیر څه مهاله روانې دي او په دې لړ کې دوه ټول ګوندیزه کانفرانسونه هم په سر شار اسلام اباد کې ترسره شوي دي چې لوموړی کانفرانس د عوامي نیشل پارټۍ او دویم د جمیعت علما اسلام په نوښت راغوښتل شوی و.

بل پلو وسله وال طالبان وايي دوی په دې لړ کې د پوځ ځواب ته انتظار باسي . په داسې حال کې چې په دوه زره څوارلسم کال کې له افغانستانه نړیوال ځواکونه ووځي په افغانستان کې هم د طالبانو سره د سولې د تړون د کولو هڅې روانې دي.

XS
SM
MD
LG