د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما د لګښتونو کمولو فرمان لاسلیک کړ



ژباړه: فرخنده وزیر
سرچینه: رویټرز خبري اژانس

رویټرز خبري اژانس لیکي، د امریکا ولسمشر باراک اوباما په رسمي توګه د جمعې په شپه د امریکایي حکومت په خرچو کې د کمي اعلان وکړ.


دا اعلان تر هغې وروسته وشو، چې د امریکا حکومت او کانګرس د ریپبلیکن ګوند غړي په هغه موافقه سلا نه شول چې په بجټ کې به کمی راولي.

ولسمشر اوباما د ډیموکراټ او ریپبلیکن ګوند له غړو سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل، په بجټ کې د دغه کمي به په سمدستې توګه په ټولو اثرات نه پریوځي، خو په حقیقي مانا کې به ترې ځینې خلک متاثره کېږي.

ده زیاته کړه، د دې اوونۍ په پیل کې ځینې د منځنۍ طبقې په کورنیو به يې اثرات هم مخې ته راشي.

د جمعي پر ورځ ناوخته ولسمشر اوباما په خرچو د کمي په دغه امر لاس لیک وکړ.

له دې سره د امریکایي حکومت د ۸۵ اربو ډالرو کمی عملي شو.

په دغو کې تر نیمایي پورې کموالی به د امریکا د دفاعي چارو پر وزارت پینټاګان عملي شي.

د دفاع وزیر چک هیګل وایي، له دې سره د دوی ټول ماموریتونه له خطر سره مخامخېږي.

رویټرز لیکي، ولسمشر اوباما او کانګرس په راتلونکو اوونیو کې هم په خرچو کې کمی ودرولی شي، خو په دواړو کې یوې خوا هم لا څه نه دي ویلي.

رویټرز لیکي، د اوباما حکومت په دغه هیواد کې تر ټولو زیاتو خلکو ته روزګارونه ورکړي دي، چې په کې څه نا څه ۲۷ لاکه خلک کار کوي، او که چیرې د کمي فیصله پر خپل ځای پاتې شوه، نو له ۸ لاکه زیاتو خلکو روزګارونه به په څه نا څه طریقه متاثره شي، او له اوسه د سېپټېمبر تر میاشتې به یې تنخاګانې هم کمې شي.

د دې پوښتنې چې ولې اوباما په خرچو کې د کموالي پرېکړې مخنیوی و نه کړ؟ په ځواب کې یې نوموړي وویل:

((زه ډکټېټر نه یم، زه یو ولسمشر یم، موږ ته په یوه پلان د کار کولو ضرورت وو.))

رویټرز اژانس زیاتوي، د سپینې ماڼۍ د بجټ دفتر په خرچو کې د کمي د فیصلې ټول تفصیل کانګریس ته لېږدولی دی، او د امریکا حکومت د دغه هیواد ایالتونو ګورنرانو ته هم ویلي، چې د ځینو حکومتي پروګرامونو لګښتونه کم کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG