د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امنیت له پاره د جرګې مرسته، شوکت الله


د خيبر پښتونخوا ګورنر انجينر شوکت الله ويلي، په سيمه کې د امنيت ټینګښت له پاره به له جوړې شوې جرګې سره مرسته کوی.

د جمعې پر ورځ په پېښور کې د جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ کې له جرګې سره تر لیدو وروسته ګورنر شوکت الله وويل، دوی د قبايلي اېجنسیو پوليټيکل اېجنټانو ته هدايت کړی چې د جرګې غړو له خوا له طالبانو سره د امن خبرو اترو په لړ کې همکاري وکړي.

د پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د جمعيت علماء اسلام له خوا په وربلل شوي ټول ګونديزه غونډه کې ۸۷ کسيزه قبايلي جرګه جوړه شوې وه. دې جرګې ته له طالبانو سره د خبرو اترو واک ورکړل شوی دی.

بل خوا د تحريک طالبان پاکستان وياند د جمعې پر ورځ رسنیو ته ويلي، ټول ګونديزه غونډه يو غوره ګام دی خو دا چې دوی د خبرو اترو د عمل پر مخ بیولو له پاره د پاکستان پوځ د ځواب په انتظار دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG