د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم کې د سورولو ګاډۍ چپه شوی، ۵ مړه ګڼ ژوبل


د لنډی کوتل پولیټیکل تحصیلدار شکیل برکي مشال ریډیو ته ویلي چې تیرماښام (د شورو پر ورځ) له پیښوره تورخم لور ته روان د سورلو یو فلاینګ کوچ چارباغ سیمې سره یویې کندې ته پرېوتی چې په کې پینځه کسان وژل شوي او ۱۴ تنه ژوبل دي. دی وايي چې په مړو او ژوبلو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

نوموړی زیاته کړه چې د شورو پر ورځ د خیبر سیمې په بیلا بیلو برخو کې د بارانونو او سیلاوونو له امله لږ تر لږه درې کسان وژل شوی دی او شپږ ژوبل دي،او دځايي خلکو د کورونو چتونه هم پرېوتي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG