د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امن بهیر به له افغانستان راپېلېږي. محمود خان اڅکزی


د امن بهیر به له افغانستان راپېلېږي. محمود خان اڅکزی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:13 0:00

په اسلام اباد کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کې د جمیعت علما اسلام تر سیوري لاندې په قبایلي سیمو کې د امن پر ځای کولو د پاکستان د ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو او د فاټا لویې جرګې د مشرانو تر منځ ټول ګوندیز کانفرانس روان دی. جمیعت علما اسلام دریځ لري چې د ترهګرۍ مسئله باید د خبرو اترو له لارې هواره شي. له مشال راډیو سره په خبرو کې مولانا فضل الرحمن وویل چې د ټولو ګوندونو د مشرانو په راټولېدو سره به په فاټا کې د پښتنو لویې جرګې ته تقویت ملاو شي چې په سیمه کې د روانو ستونزو د ختمولو پر لوری یو ګام وړاندې ولاړ شو. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ټول ګوندیز کانفرانس سره پر څنګ مشال راډیو خبریال احمدالله ته وویل چې په سیمه کې روان غوبل یوازې او یوازې په رښتیا ویلو سره له مینځه تلای شي او رښتیا دا دي چې امن به له افغانستان راپېلېږي او داسې به د امن دا بهیر قبایلي سیمو او نورې پښتونخوا ته پراخېږي . او د غه ډول به په ټوله سیمه او پاکستان کې امن راشي.

XS
SM
MD
LG