د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا کې د ماشومانو تعلیمي کچه





د تعلیمې کچې د کالنیز راپور ترمخه په خیبر پښتونخوا کې د شپږو او شپاړسو کالو ترمینځ د څلویښت زره شپږ سوه شپږ ماشومانو د سروې نه معلومه شوې ده چې ۹ فيصده جینکۍ او ۷ فيصده هلکان سکولونو ته نه ځي.

د ۲۰۱۲ م کال په کالنیز راپور کې د صوبې د ۲۳ ضلعو سروې شوې ده. په دې کې د بونیر او کوهستان ضلعې نه دې شاملې .

د تعلیم په میدان کې د اصلاحاتو د څانګې یو چارواکي فرید خټک ويلي ـــــ د ټولو نه لویه ستونځه داده چې پرایمري سکولونه ډیر دي او هایي سکولونه لږ دي او بله داچې های سکولونه لرې دي او زدهکونکي ورته نه شي تللای.

په راپور کې راغلي ـــــ د پرایمري په کچه د تعلیم معیار دومره ښه نه دی چې زدهکونکي د های سکولونو په کچه د زدهکړو ذمه وارو پوره کولو ته تیار کړي.
د دویم جماعت یواځې ۸۰۸ في صده زدهکونکي په خپله ژبه کې د دویم جماعت د کچ یوه قیصه لوستې شي. او د پینځم جماعت یواځې ۳۴ فېصده زدهکونکي د دریو هندسو د تقسیم مسلې هوارولای شي.

د راپور ترمخه یواځې ۳۹ في صده میندو بنیادي زده کړې کړي دي. او د پاکستان په قبایلي سیمو کې چې کله په وړومبي جماعت کې شل زدهکونکي داخل شي خو چې کله لسم جماعت ته رسي نو یواځې درې ماشومان پکې پاتې شوي وي. ۱۶ في صده ماشومان سکولونو ته نه شي رسیدې ، ۲۵.۳ فیصده د سکولونو نه بهر دي او په دوی کې ۲۱.۵ فيصده هډو په سکولونو کې داخله نه ده اخستې. په قبایلي سیمو کې یواځې ۴ فيصده میندو بنیادي زدهکړې ترلاسه کړي دي.

د تعلیم په مد کې د اصلاحاتو د څانګې یو چارواکي ورځپاڼې ته ویلي ـــــــ د تعلیم په میدان کې د کمزورو لرې کولو له پاره د اولس کردار ډیر مهم دی.
XS
SM
MD
LG