د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ایران کې دې د افغانانو اعدامولو مخه ونیول شي"




د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د چارو ادارې او بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې په ایران کې د افغان قېدیانو اعدامولو د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي په دې اړه پرون په کابل کې مشال رېډیو ته وویل ((هیله مند یو چې پدې برخه کې هر څومره ژر چې کیږي پرمختګ وشي.

او د جهموري ریاست د چارو له اداري غواړو چې د بهرنیو چارو وزارت سره په تفاهم دا موضوع په جدي توګه وڅیړي، چې په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو ته د حل لاره پیدا کړو.))

افغانستان په داسې حال دغه ګام پورته کوي چې په دې وروستیو کې ایران یو شمیر افغانان په خپلو زندانونو کې اعدام کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG