د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا د ملک اسحاق له نیولو سره سختدریځي ماته خوري؟


پخوا هم ملک اسحاق نیول شوی او بیا خوشې کړل شوی وو.
پخوا هم ملک اسحاق نیول شوی او بیا خوشې کړل شوی وو.
انیسه اجمل

پراګ - په پاکستان کې پولیس وایي، د کوټې پر شیعه ګانو د بریدونو له پاره تورنې ډلې لشکر جنګوي مشر ملک اسحاق یې د جمعې پر ورځ د پنجاب په رحیم یار خان کې نیولی دي.

لشکر جنګوي وخت په وخت په کوټه کې پر شیعه مسلکه هزاره ګانو د حملو ذمه وارۍ منلې دي.


تر دې مخکې هم ملک اسحاق د تره ګرۍ په تور نیول شوی وو او ۱۴ کاله وروسته یانې د ۲۰۱۱ز کال د جولای په میاشت کې عدالت ځکه خوشې کړ چې پر ضد یې ثبوت نه وو.

په لاهور کې د سیاسي چارو پوه حسن عسکري وایي، په پاکستان کې مخکې هم د تره ګرو ډلو مشران نیول شوي دي، خو یا د هغوی پر ضد سمه کارروایي نه ده شوې او یا حکومت په خپله د هغوی پر ضد سم ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.

د تره ګرۍ د ختمولو له پاره په کار ده چې د پاکستان ریاستي ادارې دا فیصله وکړي چې نور به د وسله والو ملاتړ نه کوي.
ډاکتره عایشه صدیقه

((زه د حکومت په ترجیحاتو تر اوسه پوه نه شوم، ځکه چې دوی ته ډېرې خبرې مالومې دي خو هیڅ نه کوي. د پاکستان په ټولنه کې دا احساس پیدا شوی دی چې داسې تنظیمونو ته څوک هیڅ نه شی ویلای، دوی ته هیڅ تاوان نه رسېږي او دوی ژغورل کېږی. همدا وجه ده چې په ټولنه کې د داسې تنظیمونو ملاتړ زیات شوی دي. که چېرې حکومت په تسلسل د داسې تنظیمونو پر ضد عمل وکړي نو په ټولنه کې چې دوی ته یو نفسیاتي ملاتړ تر لاسه شوی دی، هغه به کم شی او هغه چې کم شي نو بیا د سخت دریځۍ کنټرولول به اسانه شي.))

حسن عسکري زیاتوي، په پاکستانۍ ټولنه کې د مذهبې فرقه واریت رواج له ډېر پخوا راهیسې روان دی چې اوس تر دغه وسله ولې ډلې خپلې ګټې پورته کوي.

د لشکر جنګوي ډلې او مسلم لیګ تر منځ اړیکي

بلخوا په پېښور کې د ټولنیزو چارو تجزیه کار خادم حسین وایي چې د تره ګرۍ په لړ کې د پاکستان انتظامیه او د پنجاب حکومت سره تړلې شکونه نه وي ختم شوي نو تر هغې د ملک اسحاق په شان د خلکو نیول هیڅ مانا نه لري.

د پاکستان په ټولنه کې دا احساس پیدا شوی دی چې داسې تنظیمونو ته څوک هیڅ نه شی ویلای، دوی ته هیڅ تاوان نه رسېږي او دوی ژغورل کېږی. همدا وجه ده چې په ټولنه کې د داسې تنظیمونو ملاتړ زیات شوی دي.
حسن عسکري

د دفاعي چارو پوهه ډاکټره عایشه صدیقه وایي چې وسله والو ته سمه سزا نه وي ورکړل شوې او عدالتونو کې سم ثبوتونه نه وي وړاندي کړل شوي، تر هغې به په پاکستان کې نا امني هم داسې دوام لري.

نوموړې پوځ او استخباراتي ادارو ته په اشاره وویل چې باید د سخت دریځو ډلو له ملاتړه لاس واخلي:

((چې تره ګرو ته سزا نه وي ورکړل شوې، عدالتونو ته کېسونه نه وي تللي، څه سم ثبوتونه نه وي او صحیح فیصله نه کېږي، نو تر هغې به پاکستان کې تره ګري همداسې روانه وي. د تره ګرۍ د ختمولو له پاره په کار ده چې د پاکستان ریاستي ادارې دا فیصله وکړي چې نور به د وسله والو ملاتړ نه کوي.))

خادم حسین وایې ، د پاکستان حکومت ته په کار ده چې د سخت دریځۍ ختمولو له پاره د ریاستي او قانوني اصولو لاندي وسله والو ته سزا ورکړي او داسې یو مېکانېزم جوړ کړي چې د سختدریځۍ مفکوره ماته شي او د دې مفکورې د پرمختیا مخه ونیول شي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ ویلي، په پاکستان کې په تېر کال کې د فرقه ییزو بریدونو له امله له ۴۰۰ زیات شیعه ګان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG