د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني پولیسو ملک اسحاق نیولی دی


پېښور - د پنجاب پولیسو د ملک اسحاق په نوم هغه کس، چې ګومان کیږي، د بنسټ پالې لشکر جنګوي ډلې مشري کوي پرون یوارې بیا ونیوه.


لشکر جنګوي چې پر فعالیتونو يې بندیز لګیدلی؛ په کوټه کې پرشیعه ګانو د مرګوني بمي چاودنو مسوولیت منلی دی.

بل خوا نوموړي رسنیو ته په یوه لیږلي پيغام کې ویلي؛ چې ځان يې په خپله پولیسو ته سپارلی دی.

نوموړی څه موده وړاندې له بنده خوشې شوی او په رحیم یار خان کې په خپل کور کې اوسیده.

نوموړي له دې وړاندې ویلي وو، چې له لشکر جنګوي سره هیڅ ډول اړیکې نه لري، خو د پولیسو یوه ځايي افسر ظفر چټه رسنیو ته ویلي؛ چې نوموړی لا هم د دې ډلې مشر دی او په همدې ارتباط نیول شوی.

د پولیسو دغه افسر تائید کړې، چې د کوټې په خونړیو بمي چاودنو کې د لاس لرلو په تور يې د دې ډلې څلریشت نور مسوولین هم نیولي دي.

ملک اسحق یو له هغو کسانو دی، چې پر ۱۹۹۶ میلادي کال يې د لشکر جنګوي بنسټ ایښی.

د پاکستان دولت د دې ډلې پرفعالیتونو بندیز لګولی او ګڼ کسان يې نیولي یا له پولیسو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې په کوټه کې پر شیعه ګانو د درنو چاودنو مسوولیت همدې ډلې پرغاړه اخیستی او په راتلونکي کې يې د ورته بریدونو ګواښ هم کړی دی.

که څه هم د پنجاب امنيتي مقامات په دې باور دي، چې ملک اسحاق اوس هم ددې ډلې مشر دی، خو نوموړي څو ورځې وړاندې رسنیو ته په لیږلي یوه پيغام کې ویلي وو؛ چې دی داهلسنت ډلې مرستیال دی او له لشکر جهنګوي سره هیڅ اړیکې نه لري.

د حکومتي بندیزونو له امله دغه ډله د ناڅرګندو کسانو له خوا رهبري کیږي او هیڅوک يې دمشرۍ مسوولیت پر غاړه نه اخلي، خو د پنجاب پولیس شک کوي، ملک اسحاق هغه څوک دی چې دا ډله رهبري کوي.

په جنوري او فروري میاشتو کې په کوټه کې پرشیعه ګانو دوه مرګونې بمي چاودنې وشوې، چې په ترڅ کې يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د لشکرجنګوي یوه ویاند له ناڅرګند ځایه په تلیفون رسنیو ته وویل؛ چې دا حملې دوی کړې دي.
XS
SM
MD
LG