د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د فساد ضد امریکايي همکاري غواړو"




د افغانستان ولسمشر حامدکرزي د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې له رئیس سناتور رابرت باب منندیز سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې نن د نهې پر ورځ له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو، د سولې د بهیر، د فساد پرخلاف د مبارزې او د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په باب خبرې اترې وکړې.

ولسمشر کرزي وویل چې افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې د نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو جدي او صادقانه همکارۍ ته اړتیا لري.

حامدکرزي د دولتي چارواکو خپلوانو او پر هغوی پورې تړلو کسانو ته د قراردادونو ورکول د فساد ستره سرچینه وبلله، ټینګار یې وکړ چې د امریکا متحده ایالات دې هغوی ته د قراردادونو له ورکولو څخه ډډه وکړي.

ده، زیاته کړه چې د دولتي چارواکو خپلوانو او په هغوی پورې تړلو کسانو ته د قراردادونو ورکول، د نظام دکمزورتیا سبب کیږي او له فساد سره د مبارزې په لاره کې زموږ هڅې، له ستونزو سره مخامخوي.

ولسمشر حامدکرزي ، د افغانستان لپاره د سولې بهیر مهم وباله او د دغه بهیر د بریالیتوب په خاطر د پاکستان، امریکا او د نورو ښکیلو هېوادونو د مخلصانه همکارۍ غوښتونکی شو.
حامدکرزي د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه وویل د افغانستان حکومت مصمم دی چې آزاد، راڼه او عادلانه انتخابات ترسره کړي.

ولسمشر یو ځل بیا د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتوکې د بهرنیو هېوادونو پر نه لاس وهنې باندې د ټینګار په ترڅ کې، په دې اړه د امریکا د متحده ایالاتو د همکارۍ غوښتونکی شو.
په مقابل کې سناتور رابرت باب منندیز چې نوی د امریکا د متحده ایالاتو د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی، وویل د افغانستان د اهمیت له مخې، ده، خپل لومړنی بهرنی سفر له دغه هېواد څخه پیل کړ.

هغه، په واشنګټن کې د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو بریالیو مذاکرو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: د امریکا متحده ایالات افغانستان یوازې نه پریږدي. سناتور رابرت باب منندیز د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي همکاریو موافقه لیک د دواړو هېوادونو په ګټه وباله.
XS
SM
MD
LG